Wednesday, May 22nd, 2013
Reporting Afghanistan & Pakistan
Report
په افغانستان كې د سولې روان بهير او د پاكستان دريځ

مجيب الرحمن اميري

په دې وروستيو كلونو كې د افغانستان او يو شمېر بهرنيو لوېديځو هېوادونو په ځانگړې توگه امريكا يي
....چارواكو له خوا پاكستان ته گوته نيول كېږي، چې په افغانستان كې ورانكارو فعاليتونو ته لمن وهي له

په دې وروستيو كلونو كې د افغانستان  او يو شمېر بهرنيو لوېديځو هېوادونو په ځانگړې توگه امريكا يي چارواكو له خوا پاكستان ته گوته نيول كېږي، چې په افغانستان كې ورانكارو فعاليتونو ته لمن وهي له وسلوالو مخالفانو سره مستقيمې او نامستقې مرستې كوي، هلته يې روزي او بيا افغانستان ته لېږي، خو پاكستان تل دا ډول تورونه رد كړي او د افغانستان د سولې د راوستلو په پروسه كې يې ځان شريك او ملاتړى گڼلى دى. په هر حال دا چې پاكستان څومره د افغانستان د سولې روان بهير ته ژمن دى او په دې برخه كې څومره رښتونى ښكاري، په دې برخه كې ستونزې څه دي او څه كول په كار دي، دا به پخپله د پاكستاني چارواكو او كارپوهانو له خولې واورو.
په سر كې مو د د افغانستان د سولې د روان بهير  په هكله د پاكستان د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين  پوښتېدلى، چې وايي، په افغانستان كې د امنيت راوستو او سولې لپاره بايد پاكستان، افغانستان او امريكا درې واړه تر ټولو اول بايد د اعتماد جوړونې يوه فضا رامنځ ته كړي او تر څو چې د يادو هېوادونو تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته شوې نه وي، تر هغو په افغانستان كې سوله او امن نه شي راتلى.
نوموړي په دې اړه چې په يادو خبرو اترو كې د هر هېواد رول څومره اړين دى، وويل: (( په دې خبرو اترو كې كه چېرې له درېيو هېوادونو څخه د يوه هېواد له ونډې پرته له طالب وسلوالو سره د مذاكراتو عمل پيلول غواړي، نو دا مذاكرات به هميشه له ناكامۍ سره مخ وي.))
خو د پاكستان د كورنيو چارو پخوانى وزير آفتاب احمد خان شيرپاو بيا په افغانستان كې د سولې په برخه كې د پاكستان د ونډې او رول په هكله وايي: (( له تېرو څو لسيزو نه راوروسته پاكستان له افغانستان څخه څو څو وارې د ښو اړيكو د ټينگښت تابيا كړې، همداشان د دواړو ملكونو ترمنځ د جرگو تابياوې شوي، چې ښه بېلگه يې پر ۲۰۰۷ كال د امن جرگې انعقاد و. په هر صورت پاكستان غواړي يو مستحكم او مضبوط افغانستان رامنځ ته شي او په دې هكله تل د دواړو ملكونو ترمنځ وخت په وخت ملاقاتونه شوي دي او دا كوششونه او هڅې اوس هم روان دي. خو بعضې بهرني طاقتونه په افغانستان كې د پاتې كېدو لپاره نه غواړي، چې د دواړو هېوادونو تعلقات ښه شي او زه د دغو ځواكونو تر وتلو وروسته د دواړو ملكونو ترمنځ يو روښانه مستقبل ته هيله من يم.))
كه څه هم دا جوته ده، چې پر يوه هېواد كې د جگړې اثرات په بل گاونډي هېواد كې ښه ترا محسوسېږي، نو پاكستان هم هغه هېواد دى، چې د افغان جگړې اغېزې يې تر ډېره بريده پر ځان منلې دي. په همدې هكله د قبايلي سيمو د پوځي چارو پخوانى مشر محمودشاه وايي، يو مستحكم افغانستان د يوه مضبوط پاكستان ضامن دى. په افغانستان كې چې كله هم اړې دوړې راغلي، د هغو نېغ په نېغه اثرات پر ټوله سيمه باندې لوېدلې دي – پاكستان تل د افغانستان د امنيت لپاره هلې ځلې كړې دي، خو ځينو خارجي قوتونو تل د افغانستان او پاكستان تعلقات خراب ساتلي دي. د افغانستان ولس د پاكستان د ځينو استخباراتي ادارو په هكله اندېښنې او د هغو د لرې كولو لپاره هم بايد كوټلي گامونه پورته شي.
نوموړى د سيمې اوسنيو حالاتو ته په پام سره وايي: (( په افغانستان كې د موجوده حالاتو له خرابوالي نه پس د پاكستان امنيت ډېر متاثر شوى دى. د پاكستان په خاوره كې چا ځانمرگي نه پېژندل، خو د افغانستان له بدامنۍ نه پس په دې سيمه كې د ځانمرگو بريدونو نه ختمېدونكې لړۍ شروع شوه او د دې لپاره بايد نه يوازې په افغانستان كې د امنيت راوستلو لپاره هلې ځلې وشي، بلكې په پاكستان كې هم ترسره شي.))
بلخوا بيا جماعت اسلامي صوبايي مشر د سولې روان بهير او د افغانستان او پاكستان اړيكو ته بېل نظر لري او وايي: (( اوسمهال د افغانستان او پاكستان ترمنځ د بې باورۍ فضا واكمنه ده او دا فضا ختمول په كار دي – افغانانو تل د پاكستان پر استخباراتي ادارو الزامونه لگولي، خو څه ثبوتونه مخې ته رانه غلل- په دې توگه د نوي او ښه مستقبل لپاره بايد ماضي هېره شي او داسې گامونه پورته شي، ترڅو د تېرو وختونو ياد تازه نه شي.))
خو د سياسي چارو كارپوه او ليكوال عقيل يوسفزى بيا د افغانستان د سولې د روان بهير په اړه ټينگار كوي او وايي، امريكا او متحدان يې په افغانستان كې گټې نه شي ترلاسه كولى، نو يو حقيقت دا هم دى، چې طالبان او القاعده هم د گټې په پوزيشن كې نه دي. په داسې حالاتو كې د دواړو خواوو لپاره واحده لار داده چې په خپلو كې مذاكرات پيل كړي – مذاكرات پر دې بنياد كېداى شي چې امريكا له افغانستان څخه ووځي او په افغانستان كې د القاعدې كردار هم ختم شي او طالبان د ولسمشرۍ نظام ته ژمن شي. له دې نه علاوه د امن بله لار نه شته.
بنيادي خبره داده، چې افغانان نه يوازې له امريكا نه نفرت كوي، بلكې د پاكستان، سعودي عرب او ايران كردار ته هم د شك په سترگه گوري. د طالبانو لپاره واحده لار داده، چې هغوى ډيموكراسي ومني او كه ولس يې وغواړي، نو د رايې له لارې حكومت هم وكړي او دا به هله كېږي، چې طالبان د مذاكراتو لړۍ اختيار كړي.
نوموړى د افغانستان او پاكستان پر پاليسۍ هم نيوكه كوي وايي: (( د پاكستان – افغانستان پاليسي پر مداخلت بنياد لري. د يوه ازاد ملك په توگه افغانستان د خپلې دفاع لپاره له هر چا نه مرسته غوښتلى شي. پاكستان حق نه لري، چې خپلې فيصلې او غوښتنې پر افغانستان باندې په زور ومني او له امريكا سره شوې معاهده دا ثابتوي چې امريكا به تر ډېره وخته په افغانستان كې خپل موجوديت برقرار وساتي. ))
د پاكستان د مقاماتو او سياستوالو ترڅنگ د دغه هېواد ميډيا هم د افغانستان روانو حالاتو او د سولې هلو ځلو ته په بېلابېل نظر گوري. په همدې اړه انټرنېشنل نيوز ورځپاڼې كاركوونكي مشتاق يوسفزى وايي، د افغانستان او پاكستان په قبايلي سيمو كې ماته في الحال داسې څه په نظر نه راځي، چې په افغانستان كې به په نژدې راتلونكي كې امن راشي. وجه يې داده، چې هلته تر اوسه پورې يو لوى طاقت ( طالبان ) په اعتماد كې نه دي راغلي. طالبان له افغان دولت سره د خبرو اترو توقع نه لري. هغوى وايي غټ قوت امريكا ده او موږ بايد له امريكا سره خبرې وكړو – همداشان طالبان وايي د افغان حكومت ځينې غړي مخلص نه دي، چې له دوى سره دې خبرې وكړاى شي، نو ترڅو چې دا خبرې وي، هلته د امن شونتيا نه ليدل كېږي او د دې لپاره لازمه ده چې ټول مذهبي او سياسي گوندونه سره يو موټى شي او د گاونډيو هېوادونو اعتماد ترلاسه كړاى شي.
نوموړى وايي د افغانستان روان حالات مستقيماً پر پاكسان باندې اغېزې لري او زياتوي: (( كه د يوه گاونډي په كور كې امن نه وي، خامخا يې اثر پر بل گاونډي پرېوځي. په نژدې دېرشو كلونو كې په افغانستان كې چې كوم اور بل شو – ځينو لږو كسانو خپلې گټې ترلاسه كړې، خو ډېرو خلكو زيان وليد. تاسې وگورئ پاكستان كې چا ځانمرگي بريدونه او چاودنې نه پېژندل، خو اوس ماشوم ماشوم له دې خبرو واقف دى. دلته هم خلك ډېر خپه دي، په جوماتونو، جنازو، ودونو او حجرو كې بريدونه وشول او پاكستان ته يې ډېر زيان ورساوه او دا هم پته نشته چې نور به لا څومره زيان رسېږي.
زما په خيال مسئلې په جنگونو نه حل كېږي، سياسي حل په كار دى او د دې لپاره په كار ده، چې د ولس د اعتماد وړ كسان رامخې ته شي او د امن لپاره كوششونه وكړي. ))
همداشان د انگريزي نيوز ورځپاڼې ټاپ رپورټر او د PTV كاركوونكى لحاظ خان د پاكستان د ميډيا عمومي نظر رااخلي او وايي په تېرو لسو كلونو كې د پاكستان ميډيا ډېر مختگ كړى. د دې ځاى ميډيا د افغانستان حالاتو ته په بېلابېل نظر گوري او دوى غواړي د ميډيا په برخه كې خپله ترلاسه كړې ازادي په ثبات ورسوي. نوموړى وايي د افغانستان د سولې او ثبات په برخه كې زموږ ميډيا ډېر كار كړى دى او كوي يې. ښاغلى لحاظ زياتوي: (( د دې ځاى ميډيا افغانستان په درېيو شخړو كې ښكېل  چې هغه بې امني، بې امني او بې امني ده او دې ته بيا درې حل لارې په گوته كوي، چې هغه امن، امن او امن دى او دا د ميډيا يو عمومي نظر دى.
ميډيا نظر لري چې د افغانستان مسئله د سيمې د ترقۍ پر وړاندې يو خنډ دى او تر څو چې يوې خوا ته نه شي، نو ټولې سيمې او علاقې له ترقۍ نه پاتې كېږي، نو له دې امله په افغانستان كې امن ته ډېر ضرورت دى. همداشان د افغانستان او پاكستان ميډيا ترمنځ د سيمې د مسايلو په هكله تر اوسه پورې شريك كار نه دى شوى او دا ډېر ضروري دى. ))
همداشان د نيى باټ ورځپاڼې اداري مشر فدا خټك بيا د پاكستان امن د افغانستان له امن سره تړلى بولي او وايي، په دې كې شك نشته چې د پاكستان امن له افغانستان سره تړلى دى. كه تېرو دېرشو كلونو ته وگورو نو ډېر افغانان دلته كډوال شول او زموږ پر ژوندانه يې هر اړخيزې اغېزې وكړې او همداشان په افغانستان كې چې كوم جنگ شروع شو، نو اغېزې يې دلته محسوسې شوې. د افغانستان له جنگ سره سم دلته د ټوپك فرهنگ عام شو، له هغه مخكې دلته چا ټوپك نه پېژانده.
په عمومي ډول په تېرو لسو كلونو كې د افغانستان د جگړې ډېرې اغېزې پر پاكستان پرېوتې، دلته خودكشه حملې، چاودنې او نور ناوړه حالات ټول د افغانستان د جنگ اثرات دي.
نوموړى د افغانستان د مسئلې حل په بامقصده خبرو اترو كې ويني او وايي: (( د نړۍ د هرې لويې جگړې پاى په مذاكراتو شوى، نو موږ غواړو چې په افغانستان كې د جنگ د ختمولو لپاره خبرې اترې وشي، خو با مقصده خبرې دې وشي. په دې جنگ كې څلور لوري شامل دي( پاكستان، افغانستان، امريكا او طالبان ) ترڅو چې د دوى ترمنځ د باور فضا رامنځ ته نه شي، نو د مذاكراتو څه حل نه راوځي.
زما په اند د قطر د مذاكراتو لپاره گام اچتول هم پر ځاى نه وو، ځكه په هغو كې د طالبانو له مهمو واكدارانو او هغو طالبانو سره چې في الحال پر جگړه بوخت دي، خبرې نه دي شوي.  بله دا چې د افغانستان او پاكستان تر منځ ډېر مذهبي، ژبني او كولتوري مشتركات دي او پاكستان تل د افغانستان پر وړاندې د يوه مشر ورور كردار ادا كړى. حتا پاكستان افغانانو ته خپله غېږه پرانيستې او حتا يو نسل د افغانانو دلته لوى شو، نو په دې توگه پاكستان ته بايد په مذاكراتو كې برخه وركړل شي او غوښتنې يې ومنل شي.))
سربېره پر دې د پاكستان عوام هم د افغانستان سوله د ځان او دواړو هېوادونو په گټه بولي او په دې اړه ورته او بېلابېل نظرونه لري:
د پېښور اوسېدونكى او د پېښور پوهنتون محصل احمد فياض په افغانستان كې د سولې د روانو هلو ځلو په هكله وايي: (( په افغانستان كې سوله ضروري ده، كه هلته سوله وي،  دلته هم سوله شته او كله هلته بې امني وي، نو دلته هم ورسره امنيت خرابېږي او ژوند له ناخوالو ډكېږي.))
د اسلام اباد اوسېدونكى عزيز حيات وايي: (( افغانستان او پاكستان دوه هغه گاونډيان دي، چې كه هر يو يې دردمنېږي بل هرو مرو ورسره دردمنېږي او كه هر يو د خوشحالۍ په طرف ځي پر بل به يې هم اغېزې وي. په افغانستان كې اوسني حالات موږ ته هم د زغم نه دي او موږ هم ورسره په تكليف شوي يو، نو په دې كې بايد پاكستان په پوره اخلاص همكاري وكړي او له افغانستان سره د سولې په هلو ځلو په ديانت او رښتونولۍ سره مرسته او همكاري وكړي.))
د پنډۍ اوسېدونكى ازاد ليكوال وقار خان هم ورته نظر لري، وايي: (( په افغانستان كې سوله ضروري ده، همدا د افغانستان بې امني ده، چې ريښې يې تر پاكستان او ان تر كراچۍ پورې هم رسېدلې دي. كه چېرې په واقعي توگه افغانستان او پاكستان د وررولۍ لاسونه سره وركړي، نو سوله ورسره حتمي ده او كله چې سوله راشي، نو ترقي هم لازمي گڼل كېږي. نو د دې لپاره په كار ده، چې امريكا، پاكستان او افغانستان په خپلو كې سره كښېني او د سيمې د مسئلې د حل لپاره پر يوه مناسب ميكانيزم باندې غور وكړي او سيمه له هر اړخيزو ناورينونو وژغوري.))
د يادونې ده، چې پاكستان تل له افغانستان سره د سولې د روان بهير په هكله د همكارۍ ژمنې كړې، خو تر دې دمه يې په خپلو ژمنو باندې عمل نه دى كړى او يوازې د كاغذ پر مخ د يوه يادگار په توگه پاتې شوې دي.

 

 

 

Recent Articles
Untitled Document

Joint Reports English Version

Not without a fight (By Razeshta Sethna)

The political void (By Razeshta Sethna)

Hope after war (By Razeshta Sethna)

Unknown number of Afghan priosners in Pakistan (By Kawoon Kahmoosh)

Peace process (By Mujeeb-ul-Rahman Amiri)

Strategic treaty between Afghanistan and India and the concerns of Pakistan (By Mujeeb-ul-Rahman Amiri)

Afghan women fight for future (By Razeshta Sethna)

Afghan forces capable of transition, observers say Recent responses to co-ordinated attacks show capabilities (By Zia Ur Rehman)

Into the future: Afghanistan’s security post-2014(By Razeshta Sethna)

Dreaming of peace: 30 years of graves and nightmares (By Umer Draz Nangiana)

Karachi port: Books for Afghan students held up in NATO containers (By Umer Draz Nangiana)

Afghanistan in Transition and the Political Void (By Razeshta Sethna)

Uneasy Political Histories (By Razeshta Sethna)

Making a differrence (By Razeshta Sethna)

A trip to Kabul (By Ajmal Jami)

Who will replace Karzai (By Zia-ur-Rehman)




Joint Reports Urdu Version

کابل یاترہ۔۔۔از طرف این جامی۔۔(حصہ اول)۔۔۔(By Ajmal Jami۔۔۔۔۔)

شکریہ بارکزئی سے انٹرویو (By Zia-ur-Rahman)

پاکستان میں مقیم افغان مہاجرین(By Zia-ur-Rahman)

Joint Report Urdu Translation from Pakistan




Joint Reports Pushto Version

دافغان کدو الوواپسیی

لہ شکریہ بار کزی سرہ مرکہ

د کابل دوره کوونکو پاکستاني خبريالانو رپورټونه




Joint Reports Dari Version

دولت افغانستان تا ھنوزنمی داند چہ تعداد افغان ہادر زندان ہای پاکستان زندانی اند

په افغانستان كې د سولې روان بهير او د پاكستان دريځتان اندېښنې(By Mujib-ur-Rehman Ameeri.)

د افغان – هند ستراتيژيك تړون او د پاكستان اندېښنې(By Mujib-ur-Rehman Ameeri.)

آمار نا معلوم زندانیان افغان در زندان های پاکستان (By Khamosh Kawoon)


 

 

Publications




International moot demands better efforts from media bodies, governments to protect journalists
Nothing will change unless all media associations work together to improve standards of journalism in Pakistan, cautioned Adnan Rehmat, adding that Pakistan’s leading..Read More
Complete Seminar Report


Copyright © 2011 Reporting Afghanistan and Pakistan
All rights reserved.