Thursday, May 23rd, 2013
Reporting Afghanistan & Pakistan


موخه
د رسنيو د منطقوي مباحثاتو د نه شتون له امله د پاكستان او افغانستان د رسنيو د پوښښ کچه بې كيفيته ده، د دواړو هيوادونو د رسنيو په  رسول شويو راپورونو كې مغالطې موجودې دي او د توازن نه شتون په کې تر ستر ګو كيږي، رسنۍ له سرحد هاخوا د مشتركينو په معلوماتو د باور په ناكامۍ په دې نه دي توانېدلې چې د خپلو اخستونكو او د مشرۍ اړتياوې پوره كړي.
د رسنيو د ګډو هڅو دا نوښت به د يو پله حيثيت ولري او وبه كولای شي چې دا تشه ډكه او متخصصو افرادو ته د زمينې د برابرولو له ليارې متوازنو معلوماتو او ګډ تحليل ته رسيدل شوني كړي. د ژورنالستانو د وړتياوو لوړول د دې نوښت يوه مهمه برخه ده.

گډون كوونكي
د سولې لپاره د پاكستان د مطالعاتو انستيتوت:  دا يو مستقل متفكر  بنسټ دی چې د سولې او امنيت په اړه خدمات وړاندې كوي. د دې بنسټ د فعاليتونو سلسله له تحقيق، تحليل او  د پلان شويو مداخلو په وخت كې له دفاعي پاليسۍ څخه عبارت ده.
دا بنسټ  په شپږو برخو يعنې په سخت دريځۍ، ترورېزم او سياسي تيري _ رسنۍ، د بشر حقوق او ولسواكي _ سيمه یيزې ستراتيژيكې مسئلې _ پرمختګ او منا زعه_ اقتصادي ستراتيژيكې مسئلې  _ نړيوالې اړيكې او بهرنۍ كړنلارې كې فعاليت كوي.
دا بنسټ د  منازعې او سولې مطالعې تر نوم لاندې يوه نشريه چې په درې مياشتو كې په نوبتي ډول خپريږي او امنيتي تحليلونه په كې وي هم لري د لا ډېرو معلوماتو له پاره د www.san-pips.com ويبپاڼې ته مراجعه وكړئ.

كليد ګروپ TKG
دا يو عام، افغان، خپلواک مطبوعاتي ګروپ دی چې د سولې او امنيت په اړه خدمات عرضه كوي او د كابل، هرات، مزار شريف، كندهار، خوست، جلال آباد او غزني په  ولايتونو كې ولايتي  راديوګانې، ۲۸ محلي راديوګانې او د كليد او مرسل په نامه د هيواد په سطحه  دوه اوونيزې چاپي خپرونې لري. د دې ګروپ ويبپاڼه www.tkg.af ده.

د كليد ګروپ كړنلاره:
افغانستان د افغانانو مالكيت دی او د كليد ژمنتوب دا اصل دی چې خلك حق لري خبر شي او هغوى واورېدل شي، دا د ښې حكومتدارۍ، مسوليت قبلونې او شفافيت  يو اصل دی.
دا ګروپ د افغانستان د بشري خدماتو د انكشافي موسسې تر اداري او قانوني چوكاټ لاندې چې په ۱۹۹۲ كال كې تاسيس شوې ده، فعاليت كوي.

له رسنيو نړيوال ملاتړ IMS
دا يو غير انتفاعي سازمان دى چى د رسنيو په برخه كې په هغو هېوادونو كې چې په هغو كې سياسي انتقالات، وسلوالې منازعې او نا امنۍ روانې وي، كار كوي.
دا سازمان په څلوېښتو هېوادونو كې د رسنيو د وړتياوو د لوړولو په برخه كې كار كوي تر څو هغوى په هر ډول شرايطو كې د كار كولو وړتيا ولري. د دې سازمان ويبپانه WWW.i-m-s.dk   ده.

مشورتي بورډ
يو څوارلس كسيز مشورتي بورډ چې په هغه كې د  پاكستان او افغانستان ژورناليستان شامل دي جوړ شوى دی، څو د دغه ګډو هڅو له نوښت څخه څارنه وكړي او رهبري يې كړي. د پاكستان له خوا نوماند شوي ژورناليستان عدنان رحمت (معاون)،  شهزاده ذوالفقار، حسن خان، شفقت الله، امير خواكواني، اسما شيرزۍ، كريل الميد او په بورډ كې افغان ژور نالستان عبد السلام رحيمي، ډاكټر اكبر اكبر، حسين ياسا، حسينه ساپۍ، دانش كړوخيل، فهيم دشتي او حبيب الله رفيع دي.

له پاكستان څخه نوماند شوي د بورد غړي:
۱.عد نان رحمت: نوموړی په پاكستان كې دا نټرميډيا مشر پاتې شوی  او له ۱۹۹۰ کال څخه را پدېخوا د ژورناليست او د مطبوعاتو د انكشاف د متخصص په تو ګه كار كوي، نوموړی د راډيو او چاپي مطبوعاتو د انكشاف، مطبوعاتو ته د لاس رسي د انكشاف، د مطبوعاتي كړنلارې د طرحې، د مطبوعاتي قانون د اصلاحاتو، په مطبوعاتو كې د ښځو د وړتياوو د لوړولو او د خبرونو د نشر، تحليل او تحقيق په ظرفيت جوړولو كې كار كړى دى.

۲.شهزاده ذوالفقار: دی د كويټې دی او ۲۱ كلونه يې په مطبوعاتو كې د ژورناليست په توګه كار كړى، ده له مسلم، نشن، اسلام آباد او نيوز لاين كراچۍ خپرونو سره   ۱۶ كاله كار كړی او د سما تلويزيون  د رييس  په توګه يې وظيفه سرته رسو لې ده، دى اوس له پاكستان ټودي و هيرالد كراچي او  AFPسره كار كوي، دى د جنوبي آسيا د آزادو رسنيو د اتحاديې د منتخب مرستيال په توګه پاتې شوى، د بلوچستان د مطبوعاتو د كلپ او د ژورنالستانو د اتحاديې د رئيس په تو ګه يې دوه ځله دنده سرته رسولې ده.
۳.امير هاشم خواكواني: ده ۱۷كاله د ژورنالست په توګه كار كړى دى، اوس د لاهور ايكسپرس ورځپاڼې د مسؤل معاون په توګه كار كوي، د يوه كلمونست په توګه د ده مضامين چې له ليكلو سره يې مينه لري نظامي مسايل، پنجابي طالبان، اسلامي غورځنګونه، د سيمي مسايل او اقتصادي مسايل دي.
د ده يو كتاب د طالبانو او القاعدې د مبارزې او بل د مصر د سفرنامې په نامه له چاپه راوتونكي دي.

۴.اسما شيرزۍ: دا د سما خبري تلويزيون پروډيوسره او ژورنالسته ده، د  لسو كلونو لپاره يې د آرې نيوز، جيو نيوز تلويزيون، پاكستان تلويزيون او راډيويي مطبوعاتو په الكترونيكي برخې كې كار كړی دی. نوموړې د تلويزيوني خبرو د وياندې دنده هم درلودلې ده.

۵. حسن خان: دى د خيبر تلويزيون چې د سپوږمكۍ په واسطه خپرونې كوي د خبرونو د څانګې مشر او د دغه تلويزيون د چارو سمبالوونكى دى.
نوموړې د افغانستان او پاكستان په پوله په تروريزم، امنيت، سولې او منازعې پورې اړوند مسايل تر پوښښ لاندې راولي. ده د پارلمان او د افغانستان او قبايلو لپاره د پاكستان د سنا د بهرنيو اړيكو په ډېرو ناستو  كې ګډون كړى او جمهور رئيس كرزي ته يې په سيمه كې د تروريزم په وړاندې د جګړې، FATA او سيمې  په اړه نمايشونه وركړي دي.

۶.شفقت الله: د ۱۹۹۱ له لومړيو د ژور ناليست په توګه كار كوي، نوموړي له غير حكومتي موسساتو سره د بشري حقونو په برخه كې كار كړى او د بشر له فعال افراسياب خټك سره يې د بشري حقونو د منشور په برابرولو كې په داسې حال كې چې د لاهور د بشري حقونو له موسسې سره یې هم كار كاوه، مرسته كړې ده. ده له ۲۰۰۳ څخه وروسته د FM  راډيو د خبري برخې د مسؤل په توګه او د چارو د سمبالوونكي په توګه دندې تر سره كړې او هم يې له ۲۰۰۸ را پدېخوا د هم شهري سياسي اوونيزې د مسؤل مدير په توګه دنده سرته رسولې ده.

۷.كريل الميد: د ډان د نشريې  يو مرستيال مسؤل مدير دی. كالم ليکونکی او ژور نالست دى او د ده د علاقې وړ موضوعګانې ملي سياست، امنيتي پاليسي او د سيمې مسايل دي.
ده دوهمه BA د قانون په څانګه كې له اكسفورډ نه لاس ته راوړې او د اقتصاد په برخه كې يې د لاهور د اداري علومو په پوهنتون كې زده كړه كړې ده.

له افغانستان څخه نوماند شوي د بورد غړي:
۱ .حسينه ساپۍ: نوموړې د افغان ښځو د تعليمي مركز AWEC چې د ښوونې، دفاع او پوهاوي په برخو كې د افغان ښځو د  ځواكمن كولو لپاره كار كوي، مشره ده.
ساپۍ له ملي او بين المللي موسسو او بين الدولتي موسسو سره لكهUNDP  كار كړی دی، چې هدف يې د هرې کچې افغان ښځو بدلون موندل دي.

۲.عبد السلام رحيمي: يو ژورنالست، اقتصاد پوه  او د صبا نشراتي شبكې چې د صبا په نامه تلويزيوني او د نوا په نامه راديويي خپرونې لري، مشر دى.
ده په مهمو پستونو لكه د ماليې وزارت د مرستيال په توګه په ۲۰۰۲-۲۰۰۴ كلونو كې كار كړى دی.
نوموړي په ۱۹۸۷ كال د بشري مرستو د هماهنګۍ موسسه چې د اړتياوو د ارزونې، مفاهمې او پريكړې، د وړتياوو د لوړولو په برخه او د پروژو د تطبيق او ارزونې په بر خه كې كار كوي، تاسيس كړه.

۳.فهيم دشتي: دی د سياسي علومو يو ماهر او يو ژور نالست دی، له ۲۰۰۲ كال را پدېخوا د كابل اوونيزې چې د احمد شاه مسعود له خوا لومړۍ تاسيس شوې نشریه ده، مسول مدير دى.
هغه د مسعود د وژنې په پېښه كې چې د سپتمبر له پېښې دوه ورځې وړاندې تر سره شوه سخت ټپي شو، چې د مسعود له نژدې همكارانو شمېرل كيږي. دى د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاديې له بنسټ ا يښودونكو څخه هم دى.

۴.حسين ياسا: يو سابقه لرونكی ژورنالست، مقاله ليكونكی او د بين المللي چارو كار پوه دى. دى اوس د افغانستان د ورځپاڼو د ګروپ مشر او مسول مدير دى چې د Outlook  انګليسي ورځپاڼې او افغانستان پښتو او دري ورڅپاڼو د ايډيټ چارې پر مخ بيايي.

۵.دانش كړوخېل: دى يو ژور نالست، د رسنيو د حقونو فعال او د پژواك د مستقل خبري اژانس مشر دى. دا اژانس يو پېژندل شوی معتبر اژانس دى، چې د افغانستان دعصري كولو اړوند يوه موثقه منبع ده.
كروخېل د نړيوالو مطبوعاتو د ازادۍ جايزه له ژورناليستانو څخه د حمايت له كميټې په ۲۰۰۸ كې تر لاسه كړه، دا جايزه هغو ژور ناليستانو ته وركول كيږي چې د رسنيو د دفاع په لار كې يې له ځان نه د تهديدونو  او بندي كېدو په وړاندې زړورتيا او درېدنه ښوولې وي، کړوخېل په پاكستاني مطبوعاتو لكه وحدت، جنگ، دان، هرالد او نورو خپرونو كې چې په نوبتي ډول خپرېدې هم كار كړى دی.

۶. حبيب الله رفيع: دا يو  ژور نالست، سياسي شنونكی، مولف، شاعر، د بشري حقونو فعال او د علومو اكادمۍ غړی دی، دى د افغانستان په فرهنګي ډګر كې يوه وتلې څيره ده او د پښتو ادبياتو په نړيوال كنوانسيون كې يې هم برخه اخيستې ده.

۷. ډاكتر اكبر اكبر: يو ژور ناليست او د افغانستان د رسنيو څخه د ملا تړ بنسټ چې يو غير حكومتي سازمان دی مشري کوي، دا سازمان د افغانستان له رسنيو د ملاتړ د انكشاف او د رسنيو د با كيفيته محتوياتو د چمتو كولو په اړه  كار كوي، نوموړی د جنوبي اسيا د رسنيو د اتحاديې د كمېټې غړی هم دی.

 

Publications




Afghan and Pakistan Media join Hands
Nothing will change unless all media associations work together to improve standards of journalism in Pakistan, cautioned Adnan Rehmat, adding that Pakistan’s leading..Read More
Complete Seminar Report


Copyright © 2011 Reporting Afghanistan and Pakistan
All rights reserved.